Brosjyre om Jussformidlingen på pashto

Jussformidlingen
د Jussformidlingen سازمان په ۱۹۷۲ کال کې تاسیس شوی دی او د برګین د پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د وروستیو کلونو د
محصلینو لخوا پرمخ بیول کېږي.
د Jussformidlingen د سازمان موخې پر درېوو برخو وېشل شوي دي:
وړیا حقوقي مرستې وړاندې کول
د خلکو د حقوقي اړتیاوو د معلومولو په هکله سروې ترسره کول
د حقوقو د پوهنځي محصلینو ته د عملي تجربې د تر لاسه کولو فرصت
مونږ د هغو معلوماتو په اړه، چې د تلیفوني اړیکو او له مشتریانو سره د لیدنې کتنې )ملاقاتونو( پر مهال یې لاس ته راړو، د راز
ساتلو دنده او مکلفیت لرو.
په Jussformidlingen کې په قضیو باندې ټول کار په لیکلي )تحریري( توګه تر سره کېږي. د Jussformidlingen لیکونه
)مکتوبونه( د کیفیت د لا ښه تضمین په موخه له یوه سخت بهیر څخه تېرېږي: ټول مکتوبونه په سازمان کې د یو داخلي کمیسیون
له خوا تائیدېږي.
څوک د Jussformidlingen لخوا مرسته تر لاسه کولای شي؟
ټول شخصي اتباع کولای شي له Jussformidlingen څخه مرسته ترلاسه کړي. مونږ د شخصي عاید او شتمنۍ پر بنسټ کوم
محدودیتونه نلرو.
څرنګه چې Jussformidlingen په برګین کې موقعیت لري، نو په لومړي قدم کې له هغو مشتریانو سره مرسته کوي، چې د
ناروې په لویدیځ )غرب( کې مېشت وي. همدارنګه پرته له دې چې د استوګنې ځای یې په پام کې ونیول شي، له نورو سره هم
مرسته کوي. که تاسو نشئ کولای چې زمونږ دفتر ته راشئ، کولای شئ له مونږ سره د لیک، برېښنالیک او تلیفون له لارې
اړیکه ټینګه کړئ.
که چیرې له مونږ څخه غوغښتنه وشي چې په یوه قضیه کې د دواړو خواوو استازیتوب وکړو، نو د هغه چا غوښتنه ردوو چې له
مونږ سره یې وورستۍ اړیکه نیولي وي. سربېره پر دې، کیدای شي مونږ ځیني قضیې د ځینو نورو ګټو سره د ټکر له امله هم
رد کړو.
مونږ له تاسو سره څه مرسته کولای شو؟
د Jussformidlingen سازمان د مدني قانون اړوند تقریبآ په ټولو حقوقي مسایلو کې مرسته کوي. مونږ د جزا په قانون پورې
اړوندو قضیو کې مرسته نه کوو. که چیرې تاسو د جزا د قانون په هکله کومې پوښتنې ولرئ، نو له یو وکیل سره اړیکه ونیسئ.
همدارنګه مونږ د مالیې او د ځمکې د ملکیت حق )یو ځانګړی حق، چې د قانون له مخې یو کس او د دغه کس اولاد ته هغه مهال
ورکول کېږي، چې دغه کس شل ) ۲۰ ( کاله د یوې ځانګړې اندازې کرنیزې یا ځنګلي ځمکې مالک پاتې شوې وي( قضیو کې هم
مرسته نه کوو.
Jussformidlingen یوازې له شخصي اتباعو سره حقوقي مرستې کوي.
که چیرې تاسو ډاډمن نه یاست چې زمونږ سازمان درسره ستاسو په قضیه مرسته کولای شي او که نه، مهرباني وکړئ له مونږ
سره اړیکه ټینګه کړئ.
د Jussformidlingen مرستې وړیا دي
د Jussformidlingn خدمات د مشتریانو لپاره وړیا دي. ستاسو یوازیني لګښتونه به زمونږ دهغه همکار د سفر یا ورته لګښتونه
وي، چې ستاسو په قضیه باندې کار کوي.
مونږ د ټولو شخصي اتباعو سره د مرستې کولو له لارې هر ډول حقوقي مسایلو ته لاس رسی پېدا کوو، چې په دې توګه مونږ د
ناروې د قانون د بېلابېلو ساحو په هکله پراخه پوهه تر لاسه کوو او په دې توګه کولای شو، چې اړونده حقوقي ستونزې معلومي
او حل لارې یې پېدا کړو.
یادونه: له بده مرغه، مونږ د دې ظرفیت نلرو، چې د حقوقي مسایلو په هکله مونږ ته رالېږل شویو لیکونو او برېښنالیکونو ته
ځواب ووایو. که غواړئ چې مونږ درسره مرسته وکړو، نو له مونږ سره تلیفوني اړیکه ونیسئ او یا هم زمونږ د دفتر ریسپشن
ته مراجعه وکړئ.
مونږ قضیې تر کوم ځایه تعقیبوو؟
ډیرې وخت د مشتریانو په ګټه ده، چې قضیې یې له یو اوږد قانوني بهیر څخه پرته حل او فصل شي. Jussformidlingen هڅه
کوي له مخالف لوري سره جوړجاړي ته ورسېږي. په دې باندې لږ وخت تېرېږي او په ډیرو قضیو کې د مشتریانو لپاره له
اقتصادي پلوه اغیزمن وي.
خو سره له دې هم ځیني داسې قضیې شتون لري، چې د محکمې له پرېکړې پرته نشي حل کېدلای. د اړتیا پر مهال
Jussformidlingen سازمان په داسې قضیو کې د حل او فصل په شورا ) Forliksråd ( کې د مشتري استازیتوب کولای شي.
Jussformidlingen کولای شي قضیه له حقوقي پلوه وړاندې کړي، چې د دې کار تر سره کول پخپله د اشخاصو لپاره ستونزمن
دي.
همدارنګه Jussformidlingen د دولتي ادارو پر وړاندې په قضیو کې هم مرسته کولای شي. زمونږ همکاران کولای شي له
تاسو سره په داسې قضیو کې د استیناف د تر ټولو لوړې محکمې په ګډون په هر پړاو کې مرسته وکړي.
که چیرې د دې اړتیا وي، چې قضیه باید محکمې ته وړاندې شي، نو قضیه بیا یو وکیل ته سپارل کېږي )انتقالېږي(.
Jussformidlingen به درسره په دې هکله مرسته کوي.
اړین معلومات
پته:
Syndeshaugen 10
5007 Bergen
د سازمان شمېره:
۹۸۴۹۲۵۵۷۳
د تلیفون شمېره:
۵۵۵۸۹۶۰۰
د کار وختونه:
دوشنبه: د سهار له نهو ) ۹ ( بجو څخه د ماسپښین تر درې ) ۱۵ ( بجو پورې
سه شنبه: د سهار له نهو ) ۹( بجو څخه د ماسپښین تر درې ) ۱۵ ( بجو پورې
چهارشنبه: د سهار له نهو ) ۹ ( بجو څخه د مازدیګر تر پنځه ) ۱۷ ( بجو پورې
پنجشنبه: د سهار له نهو ) ۹ ( بجو څخه د مازدیګر تر پنځه ) ۱۷ ( بجو پورې
جمعه: تړلی